په جرمني کې د څلورو افغان کډوالو د کلیسايي پناه قضیې د برلین او هامبورګ ښارونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته کړې دي. دغه افغانان د دوبلین قانون له مخې باید سویډن ته انتقال شوي وای، خو د کلیسايي پناه له امله دغه مهلت پای ته رسېدلی او اوس د دوی د پناه غوښتنې مسوولیت د جرمني غاړې ته لوېدلی.
د جرمني د پلازمینې برلین او هامبورګ ښارونو ترمنځ د څلورو افغان کډوالو د کلیسايي پناه قضیه، چې ویل کیږي عیسیوي مذهب یې منلی، ناندریزه شوې ده.
دغه افغان کډوال چې مخکې یې په سویډن کې ژوند کاوه، د ډوبلن مقرراتو له مخې باید سویډن ته لېږدول شوي وای، خو د کلیسايي پناه په نوم د لنډمهالي خوندي ځای ترلاسه کولو له امله د دوی انتقال ځنډېدلی دی.
د ډوبلن قانون له مخې، کله چې یو پناه غوښتونکی په لومړي اروپایي هېواد کې خپل غوښتنلیک ثبت کړي، یاد هېواد د هغه د کډوالۍ د پروسې مسوولیت لري، خو د یادو څلورو افغانانو قضیه له دې امله لانجمنه شوې، چې هغوی ته د برلین یوې کلیسا پناه ور کړې وه او د دوو تنو د انتقال قانوني مهلت پای ته رسېدلی. اوس د هغوی د پناه غوښتنې مسوولیت جرمني ته انتقالیږي.
د جرمني د مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال اتحادګوندونو دپارلماني ډلې مرستیال ګونتر کرینګ ویلي دي چې کلیسايي پناه باید یوازې د استثنایي او سختو مواردو لپاره وکارول شي، نه دا چې د ډوبلن قانون له مخې د پناه غوښتونکو دانتقال د ځنډولو وسیله شي.
هغه ټینګار کړی چې که کلیساوې د دې خلکو د انتقال مخه نیسي، نو باید د دوی اوږدمهاله مالي او ټولنیز مسوولیت هم پر غاړه واخلي.
د هامبورګ ښاروال برلین تورن کړی چې د دغو افغانانو د اخراج مخنیوی یې کړی.
هغه د برلین ښاروال ته په لیک کې ویلي، چې له کلیسايي پناه ناوړه ګټه اخیستل شوې او د قانوني پریکړو د پلي کېدو مخه نیول شوې ده، خو د برلین اداره وايي، دا اخراج یوازې د هامبورګ مسوولیت و.
د هامبورګ ښاروال پیټر چینشر زیاته کړې، چې د کلیسايي پناه له سیستم نه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او دا وضعیت باید پای ته ورسیږي، ځکه پناه غوښتونکي د قانوني انتقال پر مهال په کلیساوو کې ساتل کېږي.
برلین هامبورګ ته وړاندیز کړی و چې د دغو افغانانو د نیولو لپاره خپل پولیس وکاروي او هغوی د عملیاتو لپاره چمتووالی هم نیولی و، خو د مهلت له پای ته رسیدو څو شیبې وړاندې د هامبورګ د کورنیو چارو وزارت د مداخلې له امله پولیس له عملیاتو لاس پر سر شول.
په دې شخړه کې شامل افغان کډوال ویریږي، چې که بیرته افغانستان ته واستول شي د خپلې مسیحي عقیدې له کبله به له خطر سره مخ شي. دغو افغان کډوالو د برلین د پروتستانو په یوه ایوانجیلي لوتراني کلیساکې پناه اخېستې ده.
د کلیسا پادري ګوتفریډ مارټینز ویلټ تلویزیون ته په مرکه کې ددغو افغان پناه غوښتونکو دفاع وکړه او ویې ویل، چې د هامبورک ښاروال غواړي په افغانستان کې مسیحیان ووژل شي.