د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د خپل کلني راپور په ترڅ کې ویلي چې د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخو کې یې له نړۍوالو سرچینو د ۴۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر مهمې پروژې ترلاسه کړې دي.
د دغې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین العابدین عابد د یکشنبې په ورځ، د زمري پرپنځمه، په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له اقلیم سره د سازګاره اوبو او ابریزو پروژه د GEF له صندوق څخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، د کم کاربن خپروونکو لارو چارو پروژه د GEF له خوا د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، له اقلیم بدلون سره د مبارزې ټولنمحوره پروژه د GEF/LDCF له لارې د نږدې د ۹،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت او د مونتریال پروتوکول اړوند د Multilateral Fund له لوري څلور پروژې منظورې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د HCFC ملي موجودي پروژه د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت، د اوزون واحد او بنسټونو د تقویت پروژه د ۱۹۲ زره ډالرو په ارزښت او د HCFC مدیریت دوه پروژې په ترتیب سره د ۲۸ زره او ۱۸۰,۹۰۸ډالرو په ارزښت تايید او ترلاسه شوې چې په مجموع کې ټول ارزښت یې ۴۰،۴میلیونه ډالرو ته رسېږي.
زین العابدین عابد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د راپور ورکولو په ترڅ کې زیاته کړه چې د افغانستان د ملي ستراتیژۍ او د NDC سندونو بیا کتنه بشپړه شوې او په نږدې راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون برخي ته وړاندې شي.
د عابد په وینا، په تېر کال کې د چاپېریالي معیارونو د ټینګښت لپاره نهه مهمې لارښوونې نافذې شوې چې د تصفیهخانو، لوړپوړو ودانیو، فابریکو، طبي لابراتوارونو، د موټرو ترمیمځایونو او یو شمیر نورو فعالیتونو لپاره پکې مشخص چاپېریالي اصول وضع شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، د نړیوالو کنوانسیونونو مطابق د ژویو نړۍوالې سوداګرۍ لپاره ۱۶۶ جوازونه صادر شوي او همداراز د مرغانو او نورو څارویو د ښکار، قاچاق او غیرقانوني پلور ضد اقداماتو له لارې ۱۵۷۵۵ حیوانات او مرغان له نیول کېدو وروسته بېرته په طبیعت کې ازاد شوي او عاملین یې هم د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.