د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت: په شیرخان بندر ترمینل کې ۲۴ ساعته ټرانزیټي خدمات وړاندي کیږي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو ټرانسپورټ او هوايي، چلند وزارت ویلي، چې شیرخان بندر د افغانستان او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ مرکز، سوداګریزو فرصتونو، اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال لپاره اقتصادې دروازه ده او د بندر په ترمینل کې د ترانزیټ لپاره ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یکشنبې په ورځ، د زمري پر پنځمه، وویل، چې له تاجکستان سره پر صفري کرښه شیرخان بندر کې د افغانستان او مرکزي اسیا ترمنځ د ترازیټي موټرو لپاره ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي او د هېواد ټولو سیمو ته له یاد ترمینل څخه موټر باریږي.

طالبانو ویلي، چې د افغان باروړونکو موټرو ترڅنګ د تاجکستان باروړونکو موټرو ته یې هم اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د طالبانو ترانسپورټ وزارت په وینا، افغان موټرچلوونکي کولای شي، له دې ځایه د تاجکستان څو ولایتونو ته په خپلو موټرو کې توکي انتقال کړي.

یو افغان موټر چلوونکی وايي:« زما موټر د تاجکستان نمبر پلیټ لري. له دې ځایه بار اخلم، د تاجکستان څلور ولایتونو ته یې انتقالوم او له هغه ځایه بیا سمینټ راباروم او د شیرخان بندر ګمرک ته یې راوړم.»

د محمد ظریف په نوم د شیرخان بندر د ترمینل یو کارکوونکی وايي:« زموږ فعالیت ۲۴ ساعته دی. له دې ترمینل څخه ټولو ولایتونو ته او همدارنګه له دې ځایه تاجکستان او پاکستان ته توکي انتقالوو.»

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د شیرخان بندر د اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال لپاره مهمه دروازه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو