د پاکستان طالبانو غورځنګ له خپلو وسله والو جنګیالیو غوښتي، چې تر امرثاني پورې په خیبر کې له اپریدي قوم څخه عشر وانخلي.
ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د اپریدي قوم له غوښتنې وروسته شوې ده. یاده ډله د پاکستان په مختلفو سیمو کې له خلکو عشر او چندې ټولوي.
تحریک طالبان پاکستان، چې په پاکستان کې ممنوعه ډله ګڼل کیږي، د یکشنبې په ورځ، د زمري ۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې یې له خپلو ټولو وسله والو غوښتي چې نور دې له اپریدي قوم څخه عشر نه ټولوي او د سرغړونې په صورت کې به د خپلو وسله والو پرضد ګام واخلي.
د ټي ټي پي په اعلامیه کې راغلي:«څو ورځې وړاندې د جبر څخه په تنګ راغلي اپریدي قوم مشرانو د تحریک طالبان پاکستان له مشرتابه څخه وغوښتل چې په خیبر ولایت [ولسوالۍ] کې خپل لاس لاندې وسله وال دې د عشر له اخیستلو منع کړي».
ټي ټي پي وايي، د لارښوونو له مخې، ددوی هیڅ جنګیالي ته اجازه نشته چې له عامو خلکو عشر راټول کړي.
ټي ټي پي له اپریدي قوم څخه غوښتنه کړې، چې د پاکستان د ریاست په ګټه او ددې ډلې پرضد له تقریرونو او جرګو ډډه وکړي.
دې ډلې همدراز په خپله اعلامیه کې لیکلي چې د پاکستان ریاست او ادارې، په ځانګړې توګه پوځي جنرالانو په خېبر کې معدنيات، ځنګلونه او نورې سرچینې کنټرول کړي دي او له دوو لسیزو راهیسې یې ګڼ کوچني او لوی عملیات ترسره کړي دي.
ټي ټي پي ادعا کړې، چې د پاکستان پوځ د اپریدي قوم زیات شمېر کسان د عملیاتو پرمهال وژلي او ځینې یې ژوندي ورک کړي دي.
د پاکستان د طالبانو غورځنګ داسې مهال دا اعلامیه خپروي، چې له دې وړاندې په مختلفو سیمو کې عامو خلکو له دې او د نورو پاکستاني جنګیالیو ډلو له بونګو، عشر او چندو شکایتونه کړي دي.