د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي محمد نبي له ایران نه هېواد ته له را ستنو شویو افغانانو سره چې دمګړۍ د کابل د کډوالو په پنډغالي کې مېشت دي، د یو میلیون افغانیو نغدي مرسته وکړه.
نوموړي ویلي، چې دغه وضعیت ښه درک کوي ځکه دا حالت پرې د مهاجرت پر مهال تېر شوی دی.
د کرېکټ د دغه ستوري په وینا، دغه پیسې د محمد نبي خیریه بنسټ له لوري راټولې شوې وې او نن یې پر راستنو شویو کسانو وېشي.
محمد نبي همداراز له ملي او نړۍوالو خیریه بنسټونو وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د دغو راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.
د راپورونو له مخې، له ایران نه د را اېستل شویو افغانانو ژوند ډېر سخت دی او د بشري نړۍوالو بنسټونو چارواکو هم ویلي چې د بودجې د کمښت له امله نشي کولی د ټولو راستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.