فایق وايي، د طالبانو له‌خوا اعلان شوې عمومي عفوه د باور وړ نه ده

۱۰ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي چې د طالبانو عمومي عفوه د باور وړ نه ده. هغه یاده ډله د ملکي خلکو پر نيونې، ربړونې، ځورونې، د ښځو له حقونو پر سرغړونې او له علم سره پر دښمنۍ تورنه کړې ده.

نوموړي یک‌شنبه (زمري مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د پخواني پوځي احمدفهیم حیدري وژلو ته په اشارې لیکلي: «کله چې هدفي وژني دوام لري، خلک نيول کېږي، شکنجه او وژل کېږي، موږ به د طالبانو له‌خوا پر اعلان شوې عمومي عفوه څنګه باور وکړو؟»

ښاغلي فایق زیاته کړې چې د غیر وسله‌والو خلکو وژنه او ځورونه هم له ديني اصولو او هم له نړۍوالو قوانینو سره ټکر لري.

پخوانی پوځي احمدفهیم حیدري جمعه (زمری ۳مه) په کابل کې ناڅرګندو وسله‌والو وواژه. ځیني سياسي شنونکي وايي چې دا کار طالبانو کړی او تر دې مخکې د تېر جمهوري نظام نور پوځیان هم وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو