د ملګرو ملتونو خبرداری: سختې ګرمۍ د افغانستان پراخې سیمې له جدي ګواښونو سره مخ کړي

۱۲ ساعتونه مخکې

اوچا وایي، د سختې ګرمۍ، د ورښتونو د کمېدو او د خاورې د وچوالي له امله د افغانستان پراخې سیمې د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دي.

دې وضعیت نه یوازې د کرنیزو حاصلاتو پر تولید ناوړه اغېز کړی، بلکې د وچکالۍ، سېلابونو او د مالدارۍ د سقوط ګواښ هم زیات کړی.

د قحطۍ د مخنیوي د خبرداري شبکې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جون تر پای پورې د هېواد شمالي، مرکزي او لوېدیځ ولایتونه د سختې ګرمۍ له څپو سره مخ شوي دي. بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، دایکنډي، بامیان، پروان او کابل هغه ولایتونه دي، چې د لوړې تودوخې تر مستقیم اغېز لاندې راغلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (اوچا) په یوې نوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ترڅ کې په ټول افغانستان کې بارانونه تر معمول کم وو او هوا تر اوسط ډېره توده وه. همداراز، تر مې میاشتې پورې د خاورې لوندوالی د پام وړ راټیټ شوی، چې دې چارې د غنمو پر حاصل مستقیم منفي اغېز کړی دی. راپور زیاتوي، چې د واورې سطحه هم تر اوسط ټیټه ثبت شوې، چې دا د اوبو د کمښت یوه بله نښه بلل کېږي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د سږکال د ورښتونو موسم که څه هم ژر پای ته رسېدلی، خو شونې ده چې په ځینو سیمو کې له معمول څخه زیات باران وشي. دا به له یوې خوا د وچکالۍ د کمېدو لامل شي، خو له بلې خوا د ناڅاپي سېلابونو خطر هم زیاتوي.

د مالدارانو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی.

د خوراکي توکو د کمښت، د څړځایونو د نشتوالي او د څښاک اوبو د کمېدو له امله د مالدارو کورنیو اقتصاد له سخت ګواښ سره مخ دی.

یوناما هم مخکې خبرداری ورکړی و، چې د اقلیم بدلون د افغانستان سوېلي او مرکزي اسیا په ګډون د تودو څپو شدت زیات کړی دی. د اقلیم د بدلون څېړنیز مرکز په یوه وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال ګرمۍ د تېرو څو لسیزو پرتله بې‌سارې ده او بشري، اقتصادي او چاپېریالي زیانونه به زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا له مخکې له جګړو، بېوزلۍ، کډوالۍ، د نړۍوالې مرستې له کمښت او د واکمن رژيم په رسمیت له نه‌پېژندنې سره مخ دی او هر ډول اقلیمي ناورین کولای شي د خلکو پر ژوند لا زیات منفي اغېز وکړي.

نور خبرونه

رادیو