د ځنګلونو د ساتنې پروژې بشپړېدل؛ طالبان وايي ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي

پرون

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلون د برخې مشر روح‌الله امین وايي چې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې پروژه بشپړه شوې او په روانه زمري میاشت کې به یې عملي چارې پیل شي.

نوموړي نن (یک‌شنبه، زمري پځمه) په کابل کې د «اماراتي ادارو د لاسته راوړنو» په نوم کلنۍ غونډه کې ویلي چې د دغې پروژې مالي تمویل د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا یواېن‌ډي‌يي کوي.

ورته مهال، د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي معین زین‌العابدین عابد بیا په یاده ناسته کې ویلي هڅه کوي افغانستان ته د اقلیمي بدلون د ناببره څپو د بدلون له کبله د متوجه ګواښونو په اړه د نړۍوالو پام او ملاتړ جلب او مناسبې حل لارې ورته ومومي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله په نړۍ کې د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې دی چې زیات زیانمونکی دی او په وروستیو کې د اقلیمي بدلون د څپو له کبله په دغه هېواد کې خلکو ته د مرګ ژوبلې سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

نور خبرونه

رادیو