د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت د برلین هغه ځانګړی پروګرام لغوه کړ چې له مخې یې افغان، سوریايي او عراقي وګړوکولای شول په خپل لګښت خپلې کورنۍ د برلین له لارې جرمني ته بوځي.
دا ځانګړی پروګرام، چې د پخوانۍ کیڼ اړخې ټلوالې د واکمنۍ پر مهال پیل شوی و، له یوه کال راهیسې د تور او سره ګوندونو ( سي ډي یو او اېس پي ډي)ترمنځ د اختلاف لامل و. د پروګرام له مخې، د یادو دریو هېوادونو وګړو کولای شول خپلې کورنۍ د شخصي ضمانت او د روغتیایي بیمې د لګښتونو په منلو سره برلین ته وبولي.
سوسیال ډیموکراټ ګوندغوښتل چې دا پروګرام وغځېږي، خومسیحي ډیموکراټ اتحادیې مخالف و. اوس الکساندر دوبریندت مداخله کړې او پرېکړه یې روښانه کړې ده.
د بیلډ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د برلین د مالي چارو سناتور سټیفن اورس د برلین د کورنیو چارو سناتورې ایریس اشپرانګر ته په یوه لیک کې ویلي، چې «د جرمني د کورنیو چارو وزارت به نه د نویو پروګرامونو اجازه ورکړي او نه به موجود پروګرامونه وغځوي».
اورس لیکلي چې د کډوالۍ په برخه کې باید لګښتونه تر ممکن حد پورې کم شي.
د هغه په وینا، د کورنۍ غړو له لوري د بیمې د لګښتونو اخیستل کافي تضمین نه دی او لا هم داسې کافي معلومات نشته چې د برلین پر بودجه یې اغیزې و ارزول شي.
یوه اندېښنه دا هم ښودل شوې، چې د ضمانت موده یوازې پنځه کاله ده او وروسته له دې، امکان لري چې مالي بار پر مالیه ورکوونکو واچول شي.
اورس لیکلي: « که له بودیجوي اندېښنو تېر هم شو، د داسې پروګرام غځول یوازې د فدرالي وزارت په موافقه شوني دي. د دوبریندت د لیک له مخې، دا موافقه اوس نه شته».
د دغو پروګرامونو له لارې، تر دې دمه له ۴۰۰۰ ډېر کسان برلین ته تللي دي.
د لبناني کډوالو لپاره هم یو ځانګړی پروګرام له ۲۰۰۱ کال راهیسې موجود و، خو دا پروګرام تېر کال د امنیتي وضعیت له امله ځنډول شوی دی.