د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د "نحال" پلي ځواکونو لوا درې تنه سرتېري د غزې تړانګې جګړې ته له تګه د انکار له امله له جګړهییزې دندې ګوښه شوي او په زندان محکوم شوي دي. دغو سرتېرو له فزیکي او رواني معایناتو وروسته هم پر نه تګ ټینګار درلود.
د ټایمز اف اسراییل د راپور له مخې، د نهال لوا اړوند د ۹۳۱ کنډک څلور سرتېرو له څو پړاوه جګړو وروسته غزې تړانګې ته له تګ انکار وکړ.
پوځ وایي، درې تنه له ۷ تر ۱۲ ورځو پورې پوځي بند باندې محکوم شوي، خو څلورم تن لا تر اوسه نهدی محاکمه شوی.
یادو سرتېرو خپلو قوماندانانو ته ویلي چې هغوی "د ژور داخلي بحراني حالت" له امله بېرته غزې ته نه شي تلای.
د پوځ اعلامیه وایي، سرتېري د رواني روغتیا له افسر سره ولیدل او هغه تایید کړه چې هغوی په فزیکي او ذهني ډول جګړې ته چمتو دي.
د اسراییل پوځ زیاتوي: « تر انضباطي بهیر وروسته، هغوی پر خپل دریځ ودرېدل، نو له همدې امله په پوځي زندان محکوم شول».
اسراییلي پوځ ټینګار کړی چې دا قضیه یې "په حساس ډول او د مقرراتو مطابق" حل کړې، خو په جګړه کې د نافرمانۍ موضوع جدي سرغړونه بولي او وایي چې د انضباط او قوماندې ارزښتونو ته به دوام ورکړي.