طالبانو یوځل بیا له ایران نه د افغان کډوالو د تدریجي اخراج غوښتنه کړې

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو پر لړۍ اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې د کډوالو اېستلو بهیر دې په تدریج او درناوي ترسره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو مسایلو، په غزه کې د بشري ناورین او له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې امیرخان متقي له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې تهران باید د افغانانو د اېستلو پرمهال د درناوي اصول په پام کې ونیسي.

طالبانو ویلي، عراقچي ژمنه کړې، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ به په تدریج او درناوي سره ترسره شي.

په ورته وخت کې دواړو لوریو په غزه کې انساني وضعیت کړکېچن بللی او ټینګار یې کړی، چې اغېزناک اسلامي هېوادونه دې د غزې کړکیچ په پای ته رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي، چمتو دی چې د اړیکو د نوي څپرکي پرانېستلو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. پزشکیان ویلي، چې له ګاونډیانو سره د اړیکو پراخول د هغه د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

نور خبرونه

رادیو