د چین او پاکستان ځانګړو استازو په افغانستان کې د ګډو اندېښنو په اړه خبرې وکړې

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د چین له ځانګړي استازي وشیایو یونګ سره د خپلې لیدنې خبر ورکړ. صادق ویلي، چې په دې ليدنه کې یې د سيمه ييزو پرمختګونو او د بېړنیو امنيتي اندېښنو په تېره بيا د افغانستان په اړه، نظرونه تبادله کړل.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د یکشنبې په ورځ، د زمري پر پنځمه، پر خپل اېکس ولیکل، چې « موږ د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو او بېړنیو امنیتي اندېښنو په اړه په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه په څرګنده توګه بحث وکړ».

پاکستاني چارواکي وویل چې دوی د ترهګرو ډلو له خوا رامینځته شويو ترهګریزو ګواښونو په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړه او له دې ننګونو سره د مقابلې لپاره یې په ګډه ژمنه ټینګار وکړ.

د هغه په وینا، د پاکستان او چین د همکارۍ پیاوړتیا د سیمه ییز ثبات او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره خورا مهمه ده.

پاکستان په مکرر ډول افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ تورن کړي دي.

پاکستان ټي ټي پي د خپل ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼي.

له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و چې له افغان طالبانو سره ددې هېواد اړیکې د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د مسالې په حل او د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو په مخنیوي پورې اړه لري خو افغان طالبان د ټي ټي پي مساله د پاکستان داخلي موضوع ګڼي او تل یې دا رد کړې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایو یونګ اسلام اباد ته له تګ څخه وړاندې په کابل کې د‌ طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ځانګړې ناسته کې له نړۍوالې ټولنې سره د همکارۍ، ثبات او بیارغونې په تړاو خبرې کړې وې.


نور خبرونه

رادیو