طالبان وايي ازبکستان د برېښنا په برخه کې د همکاریو ډاډ ور کړی

۴ ساعتونه مخکې

په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبیک عثمانوف د طالبانو د برېښنا شرکت له رييس سره په کتنه کې له افغانستان سره د برېښنا په ګډون په ګڼو اقتصادي برخو کې د اړیکو له پیاوړتیا خوښي وښوده او د همکاریو د دوام او پیاوړتیا ډاډ یې ورکړی.

د طالبانو د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د برېښنا اړوند پر لویو پراختیايي او نویو پروژو او همداراز د چارو د همغږي کولو په تړاو هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت رييس هم په دې کتنه کې د ګډو اړیکو پر لا زیاتې پیاوړتیا ټينګار کړی.

د ویلو ده چې، ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې افغانستان ته برېښنا صادروي.

نور خبرونه

رادیو