رضا بېکدلي: په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو حضور د ایران د کار بازار ګډوډ کړی

۴ ساعتونه مخکې

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر سره په لېدنه کې ویلي، چې په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو حضور د ایران د کار بازار بې ثباته کړی دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت زیاتوي، چې عبدالمنان عمري له ایران سره د کار د بازار د مطالعې په تړاو د دواړو لوریو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې او د تجربه لرونکو افغان کارګرانو د لېږد پر څرنګوالي خبرو ته لیوالتیا ښودلې.

طالبانو په کابل کې د ایران د سفیر علي رضا بیکدلي له قوله لیکلي چي:« په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو موجودیت، د ایران د کار بازار مختل کړی دی». خو په ورته وخت کې هغه ویلي، « ژمن یو چې افغانستان ته د هغوی په غوره او بهتر انتقال کې لازم سهولتونه برابر کړو.»

طالبانو ویلي، چې بیکدلي د ایران د کار په بازار کې د افغان تجربه لرونکو کارګرانو د جذب او له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیوالتیا ښودلې ده.

نور خبرونه

رادیو