طالبانو په ارزګان کې د تېر نظام د یوه چارواکي پر کور عملیات کړي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار په تالاني سیمه کې یې د تېر نظام د یوه چارواکي پر کور عملیاتو کې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

دغه وزارت د تېر نظام د دغه چارواکي د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو وايي، د وسلو په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې شپږ کلاشنکوفونه، یوه دهشکه، سلګونه لاسي بمونه، زرګونه د راکټ، پیکا، دهشکې او کلاشنکوف مرمۍ او یو شمېر نور نظامي تجهیزات شامل دي.

د نیول شویو کسانو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

نور خبرونه

رادیو