ترافیکي پېښې په نورستان کې ۶ کان کېندونکو ته مرګ ژوبله واړوله

۷ ساعتونه مخکې

د نورستان ولایت ځايي طالب مسوولان وايي، د دغه ولایت د برګمټال ولسوالۍ په سمریګام سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کان کېندونکی مړ شوی او ۵ نور ټپیان دي. په ټپيانو کې د یوه کس روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

د طالبانو د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، دغه کسان د کونړ د ناړۍ او ماڼوګۍ ولسوالیو اوسېدونکي دي چې د نورستان په کانونو کې یې کار کاوه او د رخصتۍ په موخه خپلو کورونو ته روان وو . پېښې د موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

په ټپيانو کې د یوه کس روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودل شوی او د ډاکټرانو په وینا، په کوما حالت کې دی.

نور خبرونه

رادیو