طالبانو په پکتیا ولایت کې دوه کسان په دُرو ووهل

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو ستره محکمه وايي، د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د غلا په تور پرون تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادې محکمې یو تورن کس په لس میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو او دويم تورن کس په اته میاشتې تنفيذي بند او ۳۰دُرو تعزیري سزا محکوم کړي دي.

د ویلو ده چې دغه تعزیزي سزاوې د څمکنیو ولسوالۍ په ابتداییه محکمې کې عملي شوې دي.

نور خبرونه

رادیو