طالبانو په ننګرهار ولایت کې یو کس نیولی، چې د خپلې خور او اوښي په وژلو تورن دی

۶ ساعتونه مخکې

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د شینوارو ولسوالۍ طالبانو یو تن نیولی، چې پر ده د خپل اوښي او خور د وژنې تور لګېدلی. طالبانو ددغه کس هویت نه دی ښکاره کړی.

د طالبانو په وینا، نیول شوي کس د شینوارو ولسوالۍ اړوند د ۲۸ ویالې په سیمه کې خپل اوښی وژلی و او تر دې پېښې مخکې یې په دور بابا ولسوالۍ کې خپله خور هم وژلې وه.

د ولایت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «امنیتي ځواکونو یاد تورن کس د شینوارو ولسوالۍ مارکوه بازار کې ونیوو، چې د قتل په دوو جلا قضیو کې ښکېل بلل کېږي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي، څو د قانون له مخې ورسره چلند وشي.

د پېښې نور جزیات لا نه‌دي افشا شوي، خو طالبانو ډاډ ورکړی چې د قانون پلي کېدو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

نور خبرونه

رادیو