د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له مشر سره په لېدنه کې د بېړنیو بشري مرستو تر څنګ د پراختیايي مرستو په برخه کې هم د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د نوي مشر جان ایلیف سره په کتنه کې د بشري او پراختیايي مرستو ترڅنګ د تازه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو په اړه غږېدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له مشر څخه د بېړنیو بشري او پراختیايي مرستو غوښتنه کړې ده.
متقي ویلي:«اوس په افغانستان کې ډېرې ناخوالې له منځه تللي او د انکشافي پروژو د ترسره کولو ښه فرصت راغلی دی.»
طالبانو ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر تازه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستو رسولو بهیر ستایلی او ټینګار یې کړی چې له افغانانو سره به بشري او پراختیايي مرستو ته دوام ورکوي.