له اسراییل څخه د ریاض غوښتنه؛ د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره د دمشق دولت ته ضربه مه رسوئ

۳ ساعتونه مخکې

اسراییلۍ «کان» شبکې راپور ورکړی، چې ریاض په وروستیو اوونیو کې اسراییل ته یو شمېر پیغامونه استولي او ترې غوښتي یې دي، چې د احمد الشرع د حکومت له کمزوري کولو ډډه وکړي.

په راپور کې د سعودي چارواکو له قوله ویل شوي، چې احمد الشرع له اسراییل سره د جګړې لېوالتیا نه لري او د دې هېواد ټیکاو کولای شي له سوریې څخه د تهران لرې کولو ته لاره هواره کړي.
کان شبکې دا خبر د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د یوې سرچینې له قوله خپور کړی او زیاته کړې یې ده، چې باید الشرع ته فرصت ورکړل شي ترڅو سوریه اداره کړي.
د راپور له مخې، سعودي عربستان د سوریې په سوېلي دروزي مېشتو سیمو کې د ګډوډیو له رامنځته کېدو سره هممهاله ټینګار کړی، چې باید ایران ته بیا اجازه ور نه‌کړل شي چې د سوریې په ډګر کې را څرګند شي.
راپورونه ښيي، په دې نښتو کې چې د دروزی جنګیالیو، سُني عرب قبایلو او دولتي ځواکونو ترمنځ وې، سلګونه کسان وژل شوي دي او اسراییل د هغه څه د مخنیوي په موخه چې دوی یې «د دروزیانو ډله‌ییز قتل عام» بللی، د سوریې د دولتي ځواکونو پر ضد هوایي بریدونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو