د اسراییل پوځ غزې ته د بشري مرستو د رسېدو په موخه په موقت ډول د عملیاتو د درولو خبر ورکړ

۴ ساعتونه مخکې

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) به په غزه کې د ملکي مرکزونو او بشري لارو په اوږدو کې «بشري اوربند» عملي شي، څو د مرستندویه توکو د وېش زمینه برابره شي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې شمالي غزې ته د مرستو هوایي لېږد هم پیل شوی دی.
د اسراییل د پوځ په بیانیه کې همداراز ویل شوي، چې دغه هېواد «لا هم هڅه کوي د مرستو له بار شويو لاريو د غزې تړانګې ته د داخلېدو اسانتیاوې برابرې کړي.»
د اسراییل پوځ زیاته کړې: «له بده مرغه، تر دې دمه ملګري ملتونه نه‌ دي توانېدلي، چې په ټاکل شویو سیمو کې زېرمه شوې زیاتې مرستې راټولې او ووېشي. اوس تمه کېږي، چې ملګري ملتونه پرته له ځنډ او یا پلمې، دغه زیات مقدار مرستې راټولې او ووېشي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د اسراییل پوځ تر نړۍوالو فشارونو لاندې راغلی، څو په غزه کې د بشري ناورین د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو