د بریتانیا لومړي وزیر کېر سټارمر د غزې په تړاو، چې خلک هلته د لوږې له امله مري، پر اېکسپاڼه لیکلي، په غزه کې وضعیت بحراني دی او اسراییل باید د لوږې د پای ته رسېدو لپاره بشري مرستو ته د ځمکې له لارې اجازه ورکړي.
نوموړي ویلي، چې غزې ته د مرستو رسولو لپاره له اردن سره په ګډه کار کوي.
سټارمرز لیکلي:« موږ دا هڅې چټکي کړې دي، څو هغه ماشومان چې بیړنۍ طبي مرستو ته اړتیا لري، د درملنې لپاره بریتانیا ته انتقال کړو.»