پهلوان ګلبدین تاشقرغاني د افغانستان د وزلوبو د کال د غوره کپټان په توګه وټاکل شو

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د وزلوبې، نیزه‌وهنې او نورو دودیزو لوبو فډراسیون اعلان کړی، چې د یما پټرول د وزلوبې ټیم کپټان پهلوان ګلبدین تاشقرغاني د دې ادارې د تخنیکي او فني کمېټې له لوري د ۱۴۰۳ کال د غوره او بااخلاقه کپټان په توګه ټاکل شوی دی.

د فډراسیون په رسمي اعلامیه کې ویل شوي، چې دا ویاړمن لقب د تاشقرغاني د نه ستړې کېدونکو هڅو او د لوبې پر مهال د ده د ښو اخلاقو او ښه چلند پایله ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پهلوان ګلبدین تاشقرغاني په تېر جام کې له یما پټرول لوبډلې سره سترې لاسته راوړنې لرلې.
دغه لوبډله وتوانېده، چې د افغانستان د وزلوبې د غوره لیګ د شپږم پړاو اتلولي خپله کړي او همداراز یې په مزارشریف ښار کې د کمال نبي‌زاده په نوم د وزلوبې په سیالیو کې لومړی مقام وګاټه.

نور خبرونه

رادیو