د چین د بهرنیو چارو وزیر له عاصم منیر سره وکتل

۹ ساعتونه مخکې

د پاکستان لوی درستیز مارشال عاصم منیر چین ته تللی او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتل شوي چې د چینایانو او چینايي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هیله ښودلې چې د پاکستان پوځ به د چینایي وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې جاري وساتي. هغه پاکستان د چین «قوي دوست» بللی دی. په دې لیدنه کې د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال ژانګ یوشیا هم برخه لرله.

چین په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي او ځیني راپورونه دا هم وايي چې بیجېنګ غواړي په پاکستان کې خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

مارشال عاصم منیر په داسې حال کې چین ته سفر کوي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه ډېر شوي دي.

نور خبرونه

رادیو