د امریکا ولسمشر ډونالډ وايي، غواړي چې د ۲۰۱۰ کال د نیو سټارټ (New START) هوکړهلیک لهمخې له روسیې سره د ستراتیژیکو اټومي وسلو محدودیتونه وساتل شي. دا هوکړهلیک په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «دا داسې هوکړه نه ده چې پای ته ورسېږي. موږ په دې اړه کار پيل کړی. که د اټومي وسلو محدودیتونه لهمنځه ځي، دا به لویه ستونزه وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، نیو سټارټ د امریکا او روسیې ترمنځ وروستی پاتې شوی هوکړهلیک دی. د دې هوکړه لیک له مخې دواړه هېوادونه یوازې تر ۱۵۵۰ پورې ستراتیژیکې جنګي سرګلولې لرلی شي.