برلین کې یو شمېر مېشتو افغان کډوالو د طالب ډېپلوماټانو د منلو پر وړاندې لاریون وکړ

AP ۱۴۰۴ زمری ۴

په برلین کې یو شمېر مېشتو افغان کډوالو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د طالبانو د ډېپلوماټانو د منلو پر وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مخې ته اعتراضي لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د جرمني حکومت او طالبانو ترمنځ هر ډول تعامل او همکاري "خیانت" وباله.

دغو افغان کډوالو طالبان "ترهګره ډله" وبلله او د جرمني پر حکومت یې غږ وکړ چې د دې ډلې له ادارې سره تعامل ودروي.

لاریون کوونکو له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو په جبري اېستلو نیوکه وکړه. دوی په یوه شعار کې لیکلي وو: «جبري اېستل د وژنې معنا لري.»

جرمني په دې وروستیو کې ۸۱ افغان مجرم کډوال په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته واېستل.

د افغان کډوالو له اېستلو وروسته، جرمني د طالبانو د کونسلي برخې دوه طالب ډېپلوماټانو ته اجازه ورکړه چې خپل ماموریت په جرمني کې پیل کړي ترڅو د نورو "مجرم کډوالو" د اېستلو پروسه اسانه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنیشنل د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو ډېپلوماتان جرمني ته رسیدلي او د اداري پروسې له بشپړولو وروسته به خپل کار پیل کړي.

یاد وزارت وویل چې "د جرمني حکومت لېواله دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې جرمني کې افغان وګړي مناسبو کونسلي خدماتو ته لاسرسی ولري."
د جرمني لخوا د یو لوی اروپايي ځواک په توګه د طالبانو ډېپلوماتانو منل د پراخو غبرګونونو لامل شوی.

یو شمیر فعالانو جرمني تورن کړی، چې کډوال مرګ او شکنجې ته سپاري.

نور خبرونه

رادیو