طالبانو د پخواني حکومت ۳۲ غړو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل

۱۵ ساعتونه مخکې

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وایي، هېواد ته تازه راستانه شوو ۳۲ کسانو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي.

د یاد کمېسیون مشر شهاب الدین وویل هغه افغانان چې د منفي تبليغاتو له امله وتلي باید وطن ته راشي ځکه دلته اوس سوله ده او په هره برخه کې پرمختګ روان دی.

له افغان شخصيتونو سره د طالبانو د تماس کمېسيون شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې هېواد ته په راغلو کسانو کې د فراه ولایت پخوانی امنیه قوماندان اسدالله شیرزاد او د بامیانو د ولایتي شورا وکیل سید حسن اسدي ترڅنګ د پوهنتون یو استاد هم شامل دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې که څه هم عمومي عفوه اعلان شوې ده، خو بیا هم د دغې ډلې وسله‌وال د تېر حکومت یو شمېر سیاسي شخصیتونه او پوځي قوماندانان نیولي، ځورولي او ان وژلي یې دي.

نور خبرونه

رادیو