طالبان وايي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په کچه کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی

۱۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټول‌ګټو وزارت وايي چې په د ۱۴۰۳ مالي کال کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۴.۴ مېلیون ټنه انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت چارواکو شنبه (زمري ۴مه) په کابل کې د «اماراتي ادارو د لاسته راوړنو» په نامه کلنۍ غونډه کې ویلي چې د ۱۴۰۲ کال پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په کچه کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دوی همداراز ادعا کړې چې د اوسپنۍ پټلې له لارې د توکو لیږدولو د افغانستان په اقتصادي مثبت اغیز کړی دی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت چارواکو د ناخالصو کورنیو تولیداتو په کچه کې د زیاتوالي خبره هم کړې وه، په داسې حال کې د بېلابېلو بسټونو له لوري په ترسره شویو ارزونو کې په ښکاره دا خبره شوې چې په افغانستان کې ورځ تربلې د بې‌وزلۍ او لوږې کچه مخ پر زیاتېدو ده.

ځینو افغانانو د افغانستان انټرنشل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره د خپل کړاو او ناسم اقتصادي وضعیت په اړه دوامداره شکایتونه او نیوکې کړي؛ خو برعکس طالبان بیا په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اقتصادي ودې ادعاوې کوي.

نور خبرونه

رادیو