طالبان وایي د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره د صادراتو پر فرصتونو وغږېدل

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې سره یې اروپايي هېوادونو ته د افغاني محصولاتو د رسولو په اړه خبرې کړي او هغې هم د افغاني صادراتو د ودې په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې.

طالبان زیاتوي چې له ورانیکا سره لېدنه کې یې د خصوصي سکټور په پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو میعاري کولو او اروپایي بازارونو ته د افغاني محصولاتو په رسولو خبرې کړي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې له قوله لیکل شوي:«موږ غواړو د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لمنځه ولاړ شي او چمتو یوو چې له تاسو سره د صادراتو د ودې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.»

نور خبرونه

رادیو