د طالبانو پخوانۍ بندي نادیه سادات وایي، له هغه وروسته چې یې د طالبانو لهخوا د جنسي ځورونو او بشري سرغړونو په اړه رسنیزې څرګندونې وکړې، اوس له ډېر سخت وضعیت سره مخ ده.
نوموړې وايي، که څه هم له هېواده وتلې، خو ژوند یې خوندي نه دی او د مرستې غږونه یې تر اوسه نااورېدلي پاتې دي.
اغلې سادات په مزارشريف کې د طالبانو پر ضد لاريونونو کې د ګډون او د ښځو او نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړلو په اړه له رسنيو سره د خبرو له امله نيول شوې وه.
نوموړې څو میاشتې وړاندې افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي و، چې د طالبانو غړو په زندان کې پر دې د جنسي تېري هڅه کړې وه او د بدن ځينې برخې يې لمس کړي دي.
پخوانی لېنک: https://www.afintl.com/pa/202503164491
شخصي امنیت ته ګواښونه
نادیه سادات له افغانستان انټرنشنل سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، چې د طالبانو د زندانونو له روانو ظلمونو د پردې پورته کولو وروسته، ورته د دغې ډلې لهخوا د مرګ ګواښونه شوي دي.
نوموړې وویل: «د مرکې پر سبا شپه ګڼ شمېر ګواښوونکي پیغامونه راته راغلل. ویل یې چې ته نور افغانستان ته نه راګرځې؛ موږ به تا پیدا کړو او ارام به دې پرېنږدو.»
نادیه وایي، چې د دغو ګواښونو له امله نوموړې اړ شوه چې د لنډې مودې دننه لږ تر لږه پنځه ځله د اوسېدو ځای بدل کړي.
ټولنیز انزوا او اقتصادي زیان
نادیه سادات چې اوس له افغانستان د باندې ده او نه غواړي موقعیت یې ښکاره شي، وایي چې نه یوازې فزیکي امنیت یې له ګواښ سره مخ دی، بلکې ټولنیز چاپېریال یې هم له لاسه ورکړی.
سادات وایي: «ملګري، خپلوان او همکاران مې راباندې غوسه دي او وایي دا ظلمونه باید پټ پاتې شوي وای. هغوی مې بلاک کړي دي.»
نوموړې زیاتوي، چې د طالبانو لهخوا یې شتمني، کاروبار او نورې پانګې مصادره شوي او ان اجازه نه لري، چې د خپلو املاکو د پلور اقدام وکړي.
د نړۍوالو بې پامۍ ته اشاره
سادات چې دا مهال په یوه بهرني هېواد کې ده، وايي تر اوسه یې له هېڅ نړۍوال بنسټ یا سفارت څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې.
نوموړې وایي: «هېڅ ارګان یا فرد راسره مرسته نه ده کړې، حتی سفارتونو زما ایمیلونو ته ځواب نه دی راکړی.»
نوموړې ټینګار کوي، چې بېرته افغانستان ته ستنېدل ورته د مرګ معنا لري.
د ښځو د حقونو دا فعاله هم د نورو افغان فعالانو په څېر بې برخلیکه پاتې ده.
نوموړې وویل: «که بېرته واستول شم، حتی که تر سرحد پورې ورسېږم، طالبان به راته لاسرسی پیدا کړي او له منځه به مې یوسي.»
رواني فشار او ژور درد
سادات وايي، له داسې فشار سره ژوند کوي چې عادي فعالیتونه یې هم اغېزمن کړي: «له کور څخه د وتو پر مهال خپل مخ پټوم، غونډو ته نشم تللی. د کورنۍ نوم نه اخلم، ځکه نه غواړم هغوی له خطر سره مخ شي. زه نور دا درد نشم زغملی.»
نادیه سادات له نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د بشري حقونو مدافعینو او د مهاجرت ادارو څخه غوښتنه کوي، چې غږ یې واوري او په یوه خوندي هېواد کې د پناه اخېستنې زمینه ورته برابره کړي.
نادیه سادات یوه افغانه مدني فعاله ده او له هغو لسګونو ښځو څخه شمېرل کېږي چې د طالبانو لهخوا نیول شوې او د زندانونو دننه له ناوړه چلند، شکنجې او جنسي تېري سره مخ شوې ده. سادات وايي، چې د مزارشریف په لاریونونو کې د ګډون له امله ونیول شوه او طالبانو نه یوازې وهلې ډبولې، بلکې بربنډه کړې، ترې ویډیوګانې او عکسونه یې اخیستي او د جنسي تېري هڅه پرې شوې ده.
نادیه سادات وایي، له هغې ورځې چې یې له افغانستان انټرنشنل سره مرکه وکړه، ژوند یې له ګواښونو مخ شوی دی.
افغانستان انټرنشنل تر دې وړاندې په یوه څېړنیز راپور کې ښودلې وه، چې لږ تر لږه ۱۰ ښځو تایید کړې، چې پرې د طالبانو په زندانونو کې جنسي ځورونې، بربنډ فلمونه او جنسي تېري شوي دي. په ځینو زندانونو کې د بندیانو ویډیوګانې د طالبانو د شخصي موبایلونو له لارې اخیستل شوي دي. ځینې زندانیانې ادعا کوي، چې په زندانونو کې پټې کامرې نصب دي او د مدیریت د ادارې له خوا هر څه کنټرولېږي.
ملګرو ملتونو هم ویلي، چې د طالبانو زندانونه د بشري حقونو له جدي سرغړونو ډک دي.
د بشر حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي، چې پلټنې روانې دي.
د نادیې سادات کیسه یوازې د یوې ښځې فریاد نه دی، بلکې د زرګونو هغو افغان مېرمنو د درد غږ دی، چې د طالبانو د استبداد لاندې بندي شوي، بربنډې شوي او له انساني حیثیته بې برخې شوې دي.