ټېلګراف: د طالبانو جنګیالي د ناسمو معلوماتو له امله برېتانیا ته انتقال شوي

۸ ساعتونه مخکې

ټېلګراف ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو یو شمېر پخواني جنګیالي، جنسي مجرمان او فاسد چارواکي د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته د برېتانیا د بېړنیو هوايي الوتنو له لارې دغه هېواد ته لېږدول شوي، چې دا چاره د برېتانیا د کډوالو د ارزونې پر بهیر پوښتنې راولاړوي.

د برېتانیا حکومت د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو له یوې لویې افشا وروسته شاوخوا ۶،۹۰۰ افغانان دغه هېواد ته لېږدولي، خو اوس څرګنده شوې چې په هغوی کې داسې کسان هم شامل دي چې له طالبانو سره تړاو لري. دا کسان د هغو لسګونو زرو افغانانو له ډلې څخه دي چې د برېتانیا له پوځ سره د همکارۍ له امله‌یې د بیا مېشتېدو غوښتنه کړې وه، خو د هغوی شخصي معلومات د یوه حکومتي چارواکي له‌خوا په تېروتنه کې خپاره شوي وو.

د ټېلګراف ورځپاڼې په راپور کې راغلي، هغه نوملړ چې د افغان ژباړونکو، همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو معلومات پکې شامل وو، د طالبانو له خوا د تعقیب له جدي ګواښ سره مخامخ و.

خو دغه نوملړ ناوړه وکارول شو او ځینې طالبان یا له طالبانو سره تړلي کسان د جعلي کورنیو غړو په توګه ور دننه شول او برېتانیا ته ولېږدول شول.

یوه افغان چارواکي ټېلګراف ته ویلي: «زموږ په دفتر کې داسې کسان ول چې ښکاره اړیکې یې له طالبانو سره درلودې. هغوی لومړی برېتانیې ته یووړل شول، بیا یې د کورنۍ غړو په توګه طالب جنګیالي معرفي کړل او همدلته یې راوستل.»

د راپور له مخې، له برېتانیې سره ریښتیني همکاران پاته شول، خو فاسد چارواکي او طالبان‌یې انتقال کړل. بل افغان چارواکي ویلي: «دا ډېر ناامېدونکی حالت دی. پر ځای د دې چې ریښتیني همکاران انتقال شي، طالبان راوستل شول.»

د برېتانیا د دفاع وزارت دا تایید کړې، چې ځینو افغانانو له ځان سره تر شلو زیات خپلوان راوستي، خو دا نه ده څرګنده چې دا کسان څېړل شوي او که نه.

د راپور له مخې، یو طالب‌پلوه کس چې له ۲۰۲۱ کال وروسته برېتانیا ته تللی و، توانېدلی چې د طالبانو اړوند خپلوان هم برېتانیا ته ولېږدوي. بل کس چې د اېتلاف ځواکونو وسلې یې پلورلې وې او څلور کاله بندي و، اوس برېتانیا ته انتقال شوی دی. همداراز یو بل کس چې د ښځینه کارکوونکو د جنسي ځورونې په تور تورن دی، لا هم نه دی انتقال شوی، خو دوسیه یې لا روانه ده.

د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی د ارزونې بهیر یوازې د اسنادو او بایوګرافیکي معلوماتو پر بنسټ دی، نه د شخصي سپارښتنو.

د یوه پخواني افغان چارواکي په وینا: «دا کسان برېتانوي ځواکونو سره جنګېدلي، برېتانویان‌یې وژلي او اوس لندن کې برېتانیا ورته خواړه ورکوي. د هغوی لاسونه د برېتانویانو په وینو سره دي.»

د دې اسنادو له افشا کېدو سره نږدې ۱۰۰ زره افغانانو ته ګواښ پېښ شوی، چې پکې د ۱۸،۷۰۰ کسانو شخصي معلومات افشا شوي دي. حکومت دا تېروتنه یوازې په ۲۰۲۳ کال کې کشف کړه. اوس زرګونه کسان د تاوان غوښتنې ثبتوي، چې ځینې یې د زرګونو پونډو جبران غواړي.

د دفاع وزارت ویلي، دوی به هر ډول حقوقي اقدام یا تاوان ته کلک ځواب ووايي او یوازې په ۲۰۲۱ کې د یوې کوچنۍ افشا له امله یې ۲۶۵ کسانو ته تر ۴۰۰۰ پونډه ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو