امانوېل مکرون له رجب طیب اردوغان سره د غزې پر امینتي وضعیت خبرې وکړې

AP ۱۴۰۴ زمری ۴

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون تازه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د غزې پر وضعیت او د دوو دولتونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د یوه کنفرانس د جوړېدو پر امکاناتو خبرې کړې دي.

مکرون زياته کړې، چې د اسراییل او فلسطيني وګړو لپاره د سولې او امنیت د تضمين په برخه کې باید هر ډول هڅه وشي.

د فرانسې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې په را روانې سپټمبر میاشت کې به د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې په رسمي توګه فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

نور خبرونه

رادیو