په ویتنام کې د بس چپه‌کېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان مړه شول

۹ ساعتونه مخکې

نړۍوالو رسنیو د ویتنام چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د بس چپه‌کېدو له امله ۱۰ مسافر مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د یاد هېواد لومړي وزیر فام مین چن د پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، دا بس د جمعې پر ورځ سهار مهال له پلازمېنې هانوي څخه د دا نانګ ښار پر لور روان و چې د لارې په اوږدو کې چپه شوی. په مړو شویو مسافرو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

یوه ژوندي پاتې شوي مسافر ځایي رسنیو ته ویلي، ډېری مړه شوي مسافر د بس د مخکېنۍ برخې د خوب پر بسترونو ناست وو چې بس واوښت.

نور خبرونه

رادیو