د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې استادان او محصلین باید په پوهنتونونو کې ږیره ولري او خولۍ پر سر کړي.
دغه وزارت په یوه مکتوب کې امر کړی، چې له دې وروسته به هغه استادان او محصلین چې د دوی له لارښوونو سرغړونه وکړي، مجازات او له پوهنتونه وشړي.
په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې پوهنتونونه به وخت پر وخت تر څار او تفتیش لاندې وي او هر استاد یا محصل چې «پر شریعت برابر نه وي» له پوهنتون څخه به واېستل شي.
همداراز په دې مکتوب کې ویل شوي، چې استادان او محصلین باید افغاني جامې واغوندي او اجازه نه لري چې کرتۍ او پتلون واغوندي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو دغه اقداماتو پوهنتون ته د استادانو او محصلینو د تګ انګیزه سخته زیانمنه کړې ده.
تر دې مخکې هم طالبانو له استادانو او محصلینو غوښتي و، چې پوهنتون ته دې له بګړۍ، خولۍ، محلي جامو او یوې قبضه ږیرې سره ورشي.
طالب چارواکو اعلان کړی، چې دا اقدامات د امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو سره سم ترسره کېږي.
دا قانون له پراخو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی دی، ځکه چې ښځې یې په عملي ډول په کورونو کې بندیانې کړي او تر دې قانون لاندې د ټولنیزو ډلو نیول او ځورول هم ترسره کېږي.
دغه قانون پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او ټولنیز او کلتوري ازادۍ یې ترې اخیستې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو په دولتي ادارو کې هم د ږیرې پرېښودل، خولۍ او د افغاني جامو اغوستل لازمي کړي وو.
کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان په تدریجي ډول د ۱۹۹۰ لسیزې خپلې سخت دريځه تګلارې بیا راژوندۍ کوي.
یادې ډلې په هغه وخت کې هم پګړې او افغاني لباس په پوهنتونونو او حتی ښوونځیو کې جبري کړي وو.
د طالبانو له لارښوونو سره سم ماشومان او تنکي ځوانان هم اړ دي، چې لنګوټې وتړي.