د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د محکمې پر ودانۍ د برید پایله کې ۹ کسان ووژل شول

۱۳ ساعتونه مخکې

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په محکمې سني جیش العدل بلوچ ډلې برید کړی. برید کې ۹ کسان وژل شوي، چې درې یې بریدګر دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په دې برید کې ۲۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

جیش العدل د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د سویل ختیځ ولایت په مرکز زاهدان کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د خپلو درېیو غړو وژل کیدل تایید کړي.

سیستان او بلوچستان د ایران د سني مسلمانو بلوڅ اقلیتونو ولایت دی، چې له اوږدې مودې راهیسې له اقتصادي محرومیت او سیاسي جلاوالي شکایت کوي.

نور خبرونه

رادیو