د امریکا سینټکام ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې یو لوړپوړی مشر او د هغه زامن وژلي

AP ۱۴۰۴ زمری ۴

د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ«سینټکام»ځواکونو د سوریې د حلب ولایت په الباب ښار کې ځانګړی عملیات ترسره کړی، چې په پایله کې یې د داعش یو لوړپوړی مشر «ضحیا زوبع مصلح الحرداني» او د هغه دوه زامن «عبدالله ضحیا الحرداني او عبدالرحمن ضحیا زوبع الحرداني» وژل شوي.

سینټکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یاد درې تنه د داعش فعال غړي بلل کېدل، چې د امریکا، ائتلافي ځواکونو او د نوې سوريایي ادارې لپاره یې جدي ګواښ پېښاوه.

د عملیاتو پر مهال په نښه شوي ځای کې درې ښځې او درې ماشومان هم وو، خو سینټکام وایي ټول خوندي پاتې شوي دي او هېڅ ډول زیان ورته نه دی رسېدلی.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر، جنرال مایکل اریک کوریلا، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ به د داعش ترهګرو پر ضد خپل فشار ته دوام ورکړو، دوی چې هرچېرې وي، که ویده وي، فعالیت کوي یا پټ شوي وي. د خپلو متحدینو او سیمه‌ییزو شریکانو سره یوځای، موږ ژمن یو چې د داعش ترهګریز تهدید له منځه یوسو، چې نه یوازې سیمه، بلکې زموږ ملګري او خپله خاوره هم له خطر سره مخ کوي».

دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې داعش لا هم هڅه کوي په ځینو سیمو کې خپل فعالیتونه بیا راژوندي کړي، خو د امریکا او ائتلافي ځواکونو له‌خوا پرې پراخ پوځي او استخباراتي فشار روان دی.

نور خبرونه

رادیو