د ایران، فرانسې، جرمني او بریتانیا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې د جمعې په ورځ په استانبول کې د ایران په قونسلګرۍ کې پیل شوې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د بندیزونو لرې کول او اټومي پروګرام به د دغو خبرو اصلي اجنډا وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د دغه وزارت مرستیالان کاظم غریب ابادي او مجید تخت روانچي د ایران په پلاوي کې شامل دي او همدارنګه د فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مرستیال د اروپايي هېوادونو په پلاوي کې ګډون لري.
بقايي ویلي:« دا ناسته به د ایران په استازیتوب یوه غوښتنه لرونکې غونډه وي او د اټومي موضوعاتو او د بندیزیونو د لرې کلو په اړه به خبرې وشي.»
پر ایران د اسراییل او امریکا له برېدونو وروسته د اټومي پروګرام خبرو په اړه دا لومړنۍ ناسته ده.
پر همدغه مهال د ملګرو ملتونو د اټومي څار سازمان ویلي، دغه خبرې کولی شي د پلټونو د بیا پیل یوه لاره پرانیزي.