د هند ولسمشر نرېندرا مودي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوستانه اړیکو د کچې لوړېدو په موخه د مالدیف پلازمېنې مالي ته رسېدلی او هلته د یاد هېواد ولسمشر موییز یې په هوايي ډګر کې هرکلی کړی دی. مودي ډاډ څرګند کړی، چې د هند او مالدیف دوستي به لا پیاوړې شي.
تر دې سفر وړاندې د مالدیف کابینې یو شمېر غړو د نرېندرا مودي پر ضد څرګندونې کړې وې، چې په هند کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
د مالدیفي چارواکو د څرګندونو له امله هندي سیاستوالو او ان د فلمونو لوبغاړو له خلکو غوښتي وو، چې یاد هېواد ته دې د سیاحت لپاره له تګ څخه ډډه وکړي.