د پاکستاند بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، مارکو روبیو سره لیدلي، او د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د سولې د ټينګښت په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او پراخېدو په اړه خبرې کړي.
دغه لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې، له یوې اوږدې بېباورۍ او سړښت وروسته، بېرته د ښوالي پر لور روانې دي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، امریکا ته په یوه ځانګړي سفر کې د دې هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه ترسره کړې وه.
مارکو روبیو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان د مهم رول ستاینه کړې.
همداراز اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ هڅې ستایلې دي.
دواړو لوریو یو ځل بیا پر دې ټینګار کړې چې د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره به له یو او بل سره همکاري کوي.