فیفا د جلا وطنه افغان ښځینه لوبډلې لپاره روزونکې وګومارله

پرون

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د سکاټلنډ پخوانۍ نړیواله لوبغاړې او روزونکې پاولین هامل یې د افغان ښځینه کډوالو لوبډلې لومړنۍ روزونکې ټاکلې ده. هامل د سکاټلنډ لپاره ۱۴۱ نړیوالې لوبې کړي او د دغه هېواد د ۱۷ او ۱۹ کلنو ښځینه لوبډلو روزونکې پاتې شوې ده.

فیفا ویلي، هامل به اوس د استعداد پېژندنې د درې روزنیزو کمپونو برخه وي، تر څو د نړیوالو دوستانه سیالیو لپاره یو پاوړې لوبډله جوړه کړې.

پاولین هامل ویلي:« دا یو بېساری کار دی، دا د یوه عادي روزنیز مقام نه ډېر پراخ مفهوم لري. هره لوبغاړې له ځان سره یوه کیسه لري او دا ډېره مهمه ده، چې دوی ته وښیو چې لا هم خپلې هیلې او ارمانونه څارلی شي.»

نوموړې زیاته کړه:«هغوی له خپل هېواد څخه وتلي، د کډوالۍ ژوند یې تېر کړی او اوس دا غوره فرصت ورته برابر شوی، چې سره راټول شي او یو موټی شي.»

د فوټبال نړیوالې شورا ویلي، چې د افغان ښځینه کډوالو لوبډله به د یو کلن پیلیز پړاو لاندې فعالیت پیل کړي او وروسته به یې د اوږدمهاله دوام امکان وارزول شي.

نور خبرونه

رادیو