د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ وویل، واشنګټن د فلسطین د رسمیت پېژندنې په تړاو د فرانسې د ولسمشر له طرحې سره مخالف دی او هغه یې یوه ناسنجیده پرېکړه وبلله.
روبیو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د فرانسې دغه پرېکړه یوازې د حماس له تبلیغاتو سره مرسته کوي او په وینا یې د سولې بهیر ټکنی کوي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې په را روانې سپټمبر میاشت کې به د ملګرو ملتونو په عمومي مجمعې کې په رسمي توګه فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.