د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې خبریالانو ته ویلي، چې ممکن په دې اونۍ کې د روسیې او امریکا له ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.
نوموړي وویل، هڅه کوي دواړه مشران استانبول ته را وبولي او ګډه ناسته وکړي.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعه په ورځ (د زمري ۳مه) په استانبول کې خبریالانو ته ویلي: «په پيل کې د ترکيې دفاعي صنعت شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو ظرفیت درلود؛ خو اوس ۸۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې.»
نوموړي د ترکیې د ځنګلونو د اور وژنې عملیاتو ته په اشارې زياته کړې: «اوس مهال ۲۷ الوتکې او ۱۰۵ هیلیکوپترې په فعاله توګه د اور وژنې په عملیاتو کې برخه لري. همدا راز ۱۰۰۰ ځمکني وسایط او ۲۵ زره کسان په دې عملیاتو کې بوخت دي.»