کریم خُرم: علم، تخنیکي او دفاعي ځواک د ازادۍ رمز دی

پرون

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير عبدالکریم خُرم وایي، چې په معاصره نړۍ کې د هېوادونو ازادۍ، خپلواکۍ او باعزته ژوند لپاره یوازې شعاري دریځونه نه؛ بلکې علم، ټکنالوژي او دفاعي ځواک بنسټیز شرطونه دي.

ښاغلي خُرم نن جمعه (د زمري ۲مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د پخوانيو وختونو خلاف نننۍ جګړې د علم او ټکنالوژۍ پر بنسټ روانې دي.

د هغه په باور، هر هغه ملت چې علمي او تخنیکي بنسټونه ته وده ورکړي، نه یوازې به خپل عزت وساتي؛ بلکې خپل امنیت هم تضمینولای شي.

نوموړی د هوايي ځواک ارزښت ته په اشارې وايي، لوېدیځ ځواکونه هڅه کوي پر هغو هېوادونو واکمن شي چې د هوايي دفاع له ځواک بې‌‌برخې وي.

نوموړي لبنان، سوریه او عراق د بېلګې په توګه یاد کړي او په وینا یې؛ د دغو هېوادونو دفاعي ځواکونه په قصدي ډول کمزوري کړل شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان اوس هېڅ ډول هوايي ځواک نه‌لري او هغه لږ امکانات هم چې موجود وو؛ له هېواده بهر لېږدول شوي. نوموړي له امریکا سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر همدې موضوع ناندرۍ ته په اشارې لیکلي، کرزي به ویل: «بمبیرک مه راکوئ، پرمختللي جېټونه او رادارونه راکړئ.»

خُرم د هند ـ پاکستان او ایران ـ اسراییل ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې لیکلي، چې د هوايي ځواک، راکټي سېسټمونو او سټلایټونو رول د نن ورځې په جګړو کې تر بل هر وخت ډېر مهم شوی دی.

هغه په پای کې ټینګار کړی، که یو ملت د خپل اسمان کنټرول ونه‌لري، د معاصرې نړۍ جګړې میدان ته د ورتګ چانس نه‌لري. ده لیکلي دي: «علم د نر، ښځې، هلک او نجلۍ لپاره حتمي دی، ځکه دا د ننني ژوند الفبا ده.»

نور خبرونه

رادیو