د افغانستان ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ویلي چې د دغې جبهې جنګیالیو تېره ورځ (پنجشنبه) د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د یاد ولایت لپاره د دغې ډلې د امربالمعروف پر مشر ملا محمود برید کړی دی. د نوموړې جبهې په وینا، یو طالب وژل او بل ټپي دی.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه جبهه تر دې مهاله د ملا محمود د مرګ او ژوند په اړه معلومات نهلري.
د افغانستان ازادۍ جبهې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له دې وروسته به د طالبانو د امربالمعروف غړي د دغې جبهې د چریکې عملیاتو هدف وي. دا خبرداری په کابل کې د امربالمعروف لهخوا د ځوانو ښځو او نجونو د نیولکېدو په غبرګون کې وشو.