د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار ځیني اوسېدونکي وایي چې د روضې ځینې برخې تخریب شوې او که رغونې ته یې سملاسي پاملرنه ونه شي، نو لا ډېرې برخې به یې ویجاړي شي.
دوی له افغانستان انټرنشل- پښتو سره په خبرو کې نیوکه وکړه چې په تېرو کلونو کې د حکومتونو او ځايي ادارو لهخوا روضې ته پاملرنه کېده؛ خو له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو لهخوا ورته پاملرنه کمه شوې ده.
د مزارشریف ښار اوسېدونکي عبدالرحمان (مسعار نوم) په دې اړه وویل: « د روضیې د ځینو برخو کاشیانې راغوځېدلې دي او کله چې بارانونه کېږي نو نورې هم راغوځېږي، دا څو کلونه کېږي چې بیا رغونه یې نهده شوې.»
د عبدالرحمان په خبره، روضه د دوی لپاره له تاریخي او معنوي ارزښت ور اخوا اقتصادي ارزښت هم لري او باید د نړېدو مخه یې ونیول شي.
نوموړي وايي، هرکال ډېری سیلانیان په کور دننه او بهر د روضې لېدو ته راځي چې ورسره هممهاله د مزارشریف د اوسېدونکو اقتصاد غوړېږي؛ خو زیاتوي، وېره لري چې د دغه لرغوني ځای په تخریب به د معنوي زیان سربېره دغه ګټه هم په خلکو ودرېږي.
که څه هم وړاندې د طالبانو ویلي و چې د روضې د بیا رغونې چارې یې پیل کړي؛ خو د مزارشریف ښار اوسېدونکو لهخوا افغانستان انټرنشل-پښتو ته په تازه رالېږلشویو انځورونو کې د ځینو برخو د تخریب کچه له ورایه ښکاري.
په ۱۴۰۲ کال کې بلخ ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني تر سفر وروسته د دغه ولایت ځايي چارواکو ویلي چې د روضې د بیا رغونې چارې پیل شوي دي. هغه مهال د روضې د ساتنې مسوولانو ویلي و چې د روضیې په بیا رغونې څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د مزارشریف یو بل اوسېدونکی مزمل (مستعارنوم) د ورته ستونزې په شریکولو سره افغانستان انټرنشل-پښتو ته وویل: «پخوا به هرکال د جنډې له پورته کولو وړاندې روضه مبارکه ټوله رنګېدله او کومې برخې به یې چې تخریب شوې وې، هغه به رغول کېدې؛ خو درې کاله کېږي چې دا کار نه دی شوی.»
د مزمل په خبره روضه یوازې د بلخ نه؛ بلکې د ټولو افغانانو لرغوني شتمني ده او هرو مرو یې باید د تخریب مخنیوی وشي.
د بلخ مرکز چې هلته د حضرت علي روضې د شتوالي له امله په «مزارشریف» شهرت لري، د مورخینو په وینا، د حضرت علي رض جسد په ۱۳۰ قمري کال کې له نجف څخه دلته رالېږدول شوی دى.
د مزارشریف د روضې په محوطه کې د حضرت علي، وزیر محمداکبر خان، امیر شېرعلي خان د زیارتونو په ګډون د بېلابېلو ۵۲ نورو شخصیتونو زیارتونه هم شته.