د اسراییل له لوري د غزې د اوسېدونکو د ځپنې او همداراز له اوبو او خوراکي توکو د محرومولو په درشل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عربستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له فلسطین او په ځانګړې توګه د غزې له اوسېدونکو سره د مرستو په موخه پر بیړنیو اقداماتو ټينګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې ټيلیفوني اړیکه کې ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون له ټولو ظرفیتونو باید استفاده وشي او همداراز د غزې د کلابندۍ پر ماتېدو، د اسراییل له لوري د نسل وژنې پر مخنیوي او د غزې اوسېدونکو ته د لومړنیو خوراکي توکو پر برابرېدو هم ټينګار وشو.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په دې ټيلفوني اړیکه کې د فلسطین له ولس سره د مرستو د رسولو ټټر وواهه.