طالبانو خپل مذهبي استاد شیخ عبدالسمیع غزنوي نیولی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲

طالبانو خپل پخوانی استاد شیخ عبدالسمیع غزنوي، چې په دې وروستیو کې یې د نجونو د زده کړو په ملاتړ او د پاکستان ضد څرګندونې کړې وې، نیولی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې عبدالسمیع غزنوي تېره پنجشنبه له خپلې مدرسې نیول شوی او پرون په ۴۵ ورځو زندان محکوم شوی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د طالبانو د استخباراتو دریو امرانو د نوموړي له نیولو ډډه کړې وه او دلیل یې داو، چې ددوی استاد تېر شوی، خو وروسته د کندهاري طالبانو یوې ډلې په داسې حال کې ونیوه چې د مدرسې په ازموینو کې بوخت و».

د عبدالسمیع غزنوي خپلوان وايي، چې نوموړی د چنګاښ پر ۲۵مه له خپلې مدرسې نیول شوی او د زمري پر لومړۍ نېټه د طالبانو نظامي محکمې په ۴۵ ورځني زندان محکوم کړی دی.

د غزنوي خپلوانو زیاته کړه، « موبایلونه او ټول وسایل ترې اخېستل شوي او بچیانو ته یې یوازې یوځل اجازه ورکړل شوې، چې له نوموړي سره وګوري. غزنوي ته د ۴۵ ورځو قید سزا ورکړل شوې».

عبدالسمیع غزنوي په خپلو ویناوو کې د مباح علم او د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پر دریځ نیوکې کړې وې.

هغه پر دیني عالمانو نیوکه کړې وه، چې له خلکو دین پټوي او د خپلې څوکۍ، نوم او شتمنیو لپاره دین تحریفوي.

غزنوي د پاکستان پر حکومت نیوکې درلودې او په پاکستان کې یې د جهاد ملاتړ کړی و.

د شنونکو په باور، د شیخ عبدالسمیع نیول ښيي چې طالبان نور د خپلمنځني منتقدینو زغملو ته تیار نه دي.

تر اوسه د طالبانو ویاندویانو ددې نیونې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

نور خبرونه

رادیو