د بشري حقونو څار سازمان: طالبان له څلور کلنې واکمنۍ وروسته لا پسې سخت دریځه شوي دي

۳ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې په درشل کې ویلي، چې دغې ډلې د افغان ښځو پر وړاندې خپل ظلمونه او تاوتریخوالی لاپسې پراخ او ژور کړی دی.

دغه سازمان نن سې شنبه (د زمري ۱۴مه) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپور شوي بیان کې په لوی شمېر کې د افغانستان له ګاوڼدیو هېوادونو د کډوالو د ستنولو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

په بیان کې د دغه سازمان د څېړونکې فرشته عباسي له حوالې راغلي، چې د ښځو پر وړاندې په سیسټماتیکه جنسیتي ځورونه، د بیان پر ازادۍ بندیزونه او د شاوخوا ۱.۹ مېلیونه افغان کډوالو جبري ستنول د افغانستان بشري وضعیت له خورا ګواښونکي وضعیت سره مخ کړی.

نوموړې ویلي: « د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه د دوی د پراخو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې د دوی د چلند تور یاد دی.»

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ افغانستان دا مهال په نړۍ کې تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ هېواد دی. د بشري حقونو څار سازمان یو وار بیا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي.

اغلې عباسي نیوکه کړې، چې د دوی له دوامداره غوښتونو او فشارونو سره، سره د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د طالبانو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ او ګټور ګامونه نه‌دي اخیستي.

د بشري حقونو څار سازمان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو په وار، وار د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو اندېښنې ناسمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

نور خبرونه

رادیو