د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د خوړو خوندیتوب د لا ښهوالي لپاره د برېتانیا په مالي ملاتړ د ۱۰ مېلیون پونډو په ارزښت د یوه پروګرام له پیلېدو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې به څه باندې ۱۵۰ زره کسان د دغه پروژې تر پوښښ لاندې راشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه کې به تر راتلونکو لسو میاشتو پلي شي چې تر ډېره به پهکې بزګرانو، بېوزله کارګرو، مېرمنو او ماشومانو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د کرنیزو حاصلاتو او لبنیاتو د تولید لوړول، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو وېش، د څارویو لپاره د اغېزمنو واکسینونو ورکړه، د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، کونډو مېرمنو ته د چرګانو د فارمونو جوړول، له طبیعي افتونو څخه زیانمنو سره مرسته او په ټوله کې د کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا د دغه پروژې لویې موخې بلل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان ویلي، چې کرنه او مالداري د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري او دغه نوې پروژه به تر ډېره د خوړو خوندیتوب «غذايي امنیت» په برخه کې ګټوره تمامه شي.