هند د چین ـ پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پرمهال د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز هر ډول پراخېدل او د درېیم هېواد ګډون «نه منل کېدونکي» بللي دي. هندي چارواکو ویلي، چې «دا پروژره د هند خاورې له هغو برخو تېرېږي چې پاکستان په ناقانونه ډول نیولې دي».
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کیرتي وردهن سینګ د چارشنبې په ورځ د د دغه هېواد مشرانو جرګې ته د یوې لیکلې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې هند د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ له وروستۍ درې اړخیزې ناستې خبر دی او د دغې ناستې په پایله کې له چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د احتمالي ګډون مخالف دی.
نوموړي ویلي:« د حکومت درېځ د سېپیک په اړه روښانه او ثابت دی. موږ تل دا څرګنده کړې، چې دا پروژه د هند له هغو سیمو تېریږي چې پاکستان ناقانونه اشغال کړې، لکه جمو او کشمیر او لداخ، نو له دې امله موږ دا نه منو.»
سینګ دا هم ویلي، چې هند د دغې پروژې د پراخېدو یا د درېیمو هېوادونو د شاملېدو هر ډول هڅې ردوي او له اړوندو خواوو سره یې خپل اعتراض هم شریک کړی دی. هغه زیاته کړې، « هر ډول پراخېدل یا [په پروژه کې] د نورو هېوادونو ګډون زموږ لپاره د منلو وړ نه دي.»
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د نړیوالو پرمختګونو څار نه کوي او که کومه پروژه یا فعالیت د هند ملي حاکمیت یا ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ متوجه کړي، هند به یې پر وړاندې لازم ګام واخلي.
طالبانو، چین او پاکستان په غويي میاشت کې په بیجېنګ کې د سوداګرۍ په زیاتوالي او د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه درې اړخیزه ناسته وکړه. له دې ناستې وروسته پاکستاني رسنیو د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې په دې ناسته کې افغانستان ته د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز پروژې غځولو په اړه هم هوکړه شوې ده.